منځپانگې ته ورتلل

انټرنېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اېنټرنټ د یو له بل سره تړلیو کمپيوټري شبکو نړیوال سیستم دی، چې د شبکو او دستګاه/وسیلو تر منځ د اړیکې نښلولو لپاره د اېنټرنټي پروتوکول (TCP/IP) له ټولګې څخه کار اخلي. دا د شبکو شبکه ده چې له خصوصي، عمومي، اکادمیکو، سوداګریزو او دولتي شبکو څخه جوړه شوې ده، لمنه یې له ځايي ان تر نړیوالو شبکو رسېږي، چې د برېښنايي/الکترونیکي، بې‌سیمه او نظري شبکې تېکنالوژيو د پراخې لړۍ په واسطه تړل شوې ده. اېنټرنټ د معلوماتو، سرچینو او خدماتو لکه یو له بل سره تړلي د لومتن اسناد او د پراخ نړیوال وېب (WWW) اپلېکېشن/ کاریالونه، برېښنايي پوست، تلېفون او د فایل شریکولو د لېږد پراخه لړۍ لري. 

د اېنټرنټ تاریخ د پکېټ سوېچېنګ (د ځانګړي مسیر له ټاکلو پرته د معلوماتو د لېږد او مسیر موندنې کوچنی کڅوړې) او څېړنو پرمختګ ته ورګرځي چې ۱۹۶۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د دفاع وزارت له خوا رامنځته شو چې د کمپیوټرونو د وخت شریکولو (په ورته وخت کې د څو کاروونکو تر منځ د کمپيوټري سرچینو شریکول) امکان رامنځته کړي. لومړنۍ مخکښې شبکې ارپانېت (ARPANET) په لومړیو کې د اکادمیکو او سيمه‌ییزو نظامي شبکو د ملا د تیر په توګه خدمت وکړ. د ملي ساینس د تمویل بنسټ شبکه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د نوي ملا تیر په توګه، همداراز د نورو سوداګریزو برنامو د پراختیا لپاره د خصوصي مالي تمویل، د نوې تېکنالوژۍ د پراختیا په برخه کې د نړیوال مشارکت لامل شو او ډېری شبکې یې سره یو ځای کړې. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د سوداګریزو شبکو او شرکتونو اړیکې مدرن اېنټرنېټ ته د اوښتون پیل وښود او له شبکې سره د شخصي، موبایلي او ګرځنده کمپيوټري نسلونو د نښلونې په برخه کې يې دوامداره وده رامنځته کړه. په ۱۹۸۰ لسزه کې که څه هم اېنټرنټ په پراخ ډول د اکادېمیکو خلکو له خوا کارول کېده، سوداګریز کېدلو يې خدمات او تېکنالوژۍ تقریباً د مدرن ژوند په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړل.   [۱][۲][۳]

د تلېفون، رادیو، تلويزیون، کاغذي لیک او ورځپاڼو په ګډون ډېری دودیزې رسنۍ د اېنټرنېټ په واسطه بیا تعریف شوې په بڼه کې يې بدلون راغی یا ان لرې کړی شوې.  نوي خدمتونه زېږوي لکه ایمېل، اېنټرنټي تلېفون، اېنټرنټي تلویزیون، انلاین موسیقي، ډیجیتالي ورځپاڼې او د ويډیويي خبرونو د خپرولو ويب سایټونه. ورځپاڼې کتابونه ګڼې نورې چاپي خپرونې د وېب‌پاڼو د تېکنالوژۍ د تطبیق په حال کې دي، یا هم د بلاګ او انلاین وېب فیډونو او د بېلابېلو سرچینو څخه دانلاین خبرونو د راټولولو له لارې بدليږي. اېنټرنټ د شخصي اړیکو چټکتیا او نوې بڼې د چټکو پیغامونو، اېنټرنټي اتحادیو او د ټولنیزو شبکو د خدمتونو له لارې رامنځته کړې. انلاین پېر د لویو پرچون پلورونکو، کوچنیو سوداګرو او متشبثینو لپاره په تصاعدي ډول وده کړې، ځکه شرکتونو ته وړتیا ورکوي چې د «خښتې او هاوان» (په سوداګرۍ کې د يوې کمپنۍ یوازي فزیکي حضور ته کاریږي) له حضور څخه خپلو خدمتونو ته د لوی بازار په لور پراختیا ورکړي. یا ان کولی شي مالونه په انلاین ډول وپلوري. په اېنټرنټ کې مالي خدمتونه او سوداګري پر سوداګرۍ د ټول صنعت د تأمین پر ځنځير اغېز کوي. 

اېنټرنټ د لاس‌رسي او کارولو د پاليسۍ په برخه کې د تېکنالوژيکي پلي کولو په برخه کې هېڅ کوم واحد متمرکز حاکمیت نه لري. هره اساسي شبکه خپله ځانګړې پالیسي لري. په اېنټرنټ کې د دوه اصلي نوم‌ځایونو پراخ تعریفونه، د اېنټرنټ پروتوکول پته (IP address) ځای او د ډومېن نوم سیستم (DNS) د ساتونکي سازمان په لارښونه د ټاکل شویو نومونو د اېنټرنټي مرستې (ICANN) له خوا ټاکل شوي. د اصلي پروتوکولونو څارل او معیاري کول د اېنټرنټي انجنيرۍ د کاري ځواک (IETF) فعالیت دی، چې یو غیر انتفاعي سازمان دی او نړیوال ګدونوال لري، د کمزورۍ ټکی یې دا دی چې ښايي هر څوک د تخصصي تخنیک په مشارکت ورسره اړیکه جوړه کړي. اېنټرنټ د ۲۰۰۶ کال د نوامبر په میاشت کې د امریکا د نن ورځې/ یو اېس اې ټوډې (USA Today) له خوا د نړۍ د اووه عجایبو په نوي نوم‌لړ کې ځای کړای شو. [۴][۵][۶]

ترمېنالوژي/ اصطلاحات

د اېنټرنټېډ (internetted ) کلیمه د 1849م کال په لومړیو کې د یو له بل سره نښلول شویو یا یو له بل سره تړل شویو په معنا وکارول شوه. د اېنټرنټ کلیمه په 1947 کې د داخلي شبکو (Internetwork) د لنډې بڼې په توګه وکارول شوه. نن ورځ د اېنټرنټ اصطلاح تر ډېره د یو له بل سره نښلول شویو کمپیوټري شبکو نړیوال سیستم لپاره کارول کېږي. که څه هم ښایي د کوچنیو شبکو د هرې ډلې لپاره وکاريږي. [۷][۸][۹]

کله چې د دې کلمې کارول عام شول, ډېری خپرندویانو د اېنټرنټ له کلیمې سره د یو لوی خاص نوم په توګه چلند وکړ, دا لږ عام دی. چې په انګلیسي کې  په لویو تورو باندې لیکلو یا کپیتلایزېشن ته تمایل ښیي چې نوي اصطلاحات په لویو تورو ولیکي او د کوچنيو تورو لور ته مخه کړي چې ورسره اشنا شي.  ځینې وختونه لاهم دا کلیمه په لویو تورو لیکل کېږي تر څو چې نړیوال اېنټرنټ له هغو کوچنیو شبکو څخه بېل کړي چې په لویو تورو لیکل کېږي. که څه هم ډېرې خپرندويې د اې پي سټایل بوک په ګډون له 2016 کال راهیسې په هره حالت کې په کوچنیو تورو د لیکلو وړاندیز کوي. په 2016 کال کې د اکسفورډ ډېکشنري د یوې مطالعې په پایله کې ومونده چې په شاوخوا 2,5 بېلیونه چاپ شویو او انلاین سرچینو کې   اېنټرنټ په 54 سلنه قضایو  کې په لویو تورو لیکل شوی. [۱۰][۱۱]

د اېنټرنټ او پراخ نړیوال وېب اصطلاحات زیاتره د یو بل پر ځای کارول کېږي. کله چې د وېب پاڼو د کتلو لپاره له  وېب بروزر څخه کار اخلو اېنټرنټ ته د تللو خبره عامېږي. که څه هم پراخ نړیوال وېب یا وېب د پراخو اېنټرنټي خدماتو څخه یوازینۍ وېب  دی. د اسنادو یوه ټولګه (وېبپاڼه) او نورې سرچینې د یو آر اېل او هایپرلېنک په واسطه سره نښلول شوي دي.[۱۲][۱۳]

تاریخچه

په ۱۹۶۰ لسیزه کې، د امریکا د دفاع وزارت د پرمختللو څېړنو د پروژو اجنسۍ (ARPA) د کمپيوټرونو د وخت شریکولو په اړه څېړنې له مالي پلوه تمویل کړي. د پکېټ سوېچېنګ په اړه څېړنه د اېنټرنټي تېکنالوژۍ له بنسټیزو څېړنو څخه یوه وه، د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د پاول باران (Paul Baran) له کارونو څخه او په مستقل ډول د ډونالډ ډاوېس (Donald Davies) له خوا په ۱۹۶۵ کې پیل شوه. په ۱۹۶۷ م کال کې د عملیاتي سیستمونو پر اوصولو تر سپوزیم وروسته پکېټ سوېچېنګ د NLP وړاندیزي شبکې له طرحې څخه د ARPANET او د سرچینو شریکولو د نورو شبکو لکه مېريټ نېټورک / Merit Network (په امریکا کې د کمپيوټري شبکو د غوره خدماتو وړاندې کوونکی غیر انتفاعي سازمان) سیکلېډس /CYCLADES (په فرانسه کې د کمپيوټري شبکو څېړنیزه شبکه) په طرحو کې چې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې يې پراختیا موندلې وه ځای په ځای شوې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ارپانېټ/ ARPANET پراختیا د شبکې له دوو غوټو سره پيل شوه چې د لاس‌انجلس په کلفورینیا پوهنتون کې د شبکو د اندازه کولو د مرکز(UCLA) او هنري سامیولي د انجنیرۍ او تطبیقي علومو د ښوونځي تر منځ چې د لیونارد کلېن راک (Leonard Kleinrock,) او NLS سیستم په لارښوونه د امریکا د څېړنو په نړیوال مرکز SRI کې د ډاګلوس اېنجېل‌بارت (Douglas Engelbart) په واسطه د کلفورينیا په میلانو پارک کې د ۱۹۶۹ کال د اکتوبر په ۲۹ رامنځته شوه. درېیم سایټ په کلفورېنیا پوهنتون کې سانتا بابرا (Santa Barbara) د کولرـ فرېډ (Culler-Fried) د محاوره‌يي ریاضیاتو مرکز و، چې د اوتا (Utah) پوهنتون د جغرافیې ډیپارتمنت په واسطه څارل کېده. د ۱۹۷۱ کال په پای کې د راتلونکې ودې د یوې نښې په توګه، ۱۵ سایټونه له ځوان ARPANET سره وصل شول، دا وروستي کلونه په ۱۹۷۲کال کې د کمپيوټري شبکې په فلم  (د سرچینو له شریکولو څخه خبرول) کې مستند شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ARPANET لپاره لومړنۍ نړیوالې همکارۍ لږې وې. اړیکې په ۱۹۷۳ کې د ناروې پر زلزلیز صف (NORSAR) د سپوږمکۍ ستېشن له لارې د سویډن په تانوم (Tanum) کې د پيټر کرېسټن (Peter Kirstein) د څېړنیز ګروپ له خوا د لندن پوهنتون کالېج کې جوړې شوې، چې د بریتانوي اکادمیکو شبکو لپاره یې لار پرانیسته. د ARPA  پروژې او نړیوالې کاري ډلې د بېلابېلو سټندردونو او پروتوکولونو د پرمختګ لامل شوې چې په واسطه یې څو بېلابېلې شبکې له یوې واحدې شبکې یا «د شبکو یوه شبکه» سره نښلول کېدی شوی. په ۱۹۴۷ کې وېنت سریف (Vint Cerf) او باب کهان (Bob Kahn) د اېنټرنټ اصطلاح په  RFC 675 (د نظر غوښتنه) کې د اېنټرنټي کار د لنډیز لپاره وکاروله، او وروستني RCF دا کارونه بیاځلي کړه.  سرف او کان TCP/IP په ډیزاین او اړینو اغیزو کې لیوس پويزېن ته امتیاز/کرېډېت ورکړ. د سوداګریز PPT (د تلېګراف، تلېفون او پُست خدمتونه) وړاندې کوونکي د عمومي معلوماتو د شبکې (X.25 public data networks) د پرمختګ په اړه اندېښمن و. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

Visualization of the various routes through a portion of the Internet.

سرچينې

  1. "A Flaw in the Design". The Washington Post. 30 May 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 February 2020. The Internet was born of a big idea: Messages could be chopped into chunks, sent through a network in a series of transmissions, then reassembled by destination computers quickly and efficiently. Historians credit seminal insights to Welsh scientist Donald W. Davies and American engineer Paul Baran. ... The most important institutional force ... was the Pentagon's Advanced Research Projects Agency (ARPA) ... as ARPA began work on a groundbreaking computer network, the agency recruited scientists affiliated with the nation's top universities.
  2. Stewart, Bill (January 2000). "Internet History – One Page Summary". The Living Internet. خوندي شوی له the original on 2 July 2014.
  3. "#3 1982: the ARPANET community grows" in 40 maps that explain the internet Archived 6 March 2017 at the Wayback Machine., Timothy B. Lee, Vox Conversations, 2 June 2014. Retrieved 27 June 2014.
  4. Strickland, Jonathan (3 March 2008). "How Stuff Works: Who owns the Internet?". خوندي شوی له the original on 19 June 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 June 2014.
  5. کينډۍ:Cite IETF
  6. "New Seven Wonders panel". USA Today. 27 October 2006. ترلاسه‌کېدو نېټه 31 July 2010.
  7. کينډۍ:OED nineteenth-century use as an adjective.
  8. کينډۍ:Cite IETF
  9. Corbett, Philip B. (1 June 2016). "It's Official: The 'Internet' Is Over". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 October 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 29 August 2020.
  10. Herring, Susan C. (19 October 2015). "Should You Be Capitalizing the Word 'Internet'?". Wired. ISSN 1059-1028. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 October 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 29 August 2020.
  11. Coren, Michael J. "One of the internet's inventors thinks it should still be capitalized". Quartz (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 27 September 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 8 September 2020.
  12. "World Wide Web Timeline". Pews Research Center. 11 March 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 July 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 1 August 2015.
  13. "HTML 4.01 Specification". World Wide Web Consortium. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2008. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 August 2008. [T]he link (or hyperlink, or Web link) [is] the basic hypertext construct. A link is a connection from one Web resource to another. Although a simple concept, the link has been one of the primary forces driving the success of the Web.
  14. Hauben, Michael; Hauben, Ronda (1997). "5 The Vision of Interactive Computing And the Future". Netizens: On the History and Impact of Usenet and the Internet (PDF) (in انګليسي). Wiley. ISBN 978-0-8186-7706-9. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 3 January 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2 March 2020.
  15. Zelnick, Bob; Zelnick, Eva (1 September 2013). The Illusion of Net Neutrality: Political Alarmism, Regulatory Creep and the Real Threat to Internet Freedom (in انګليسي). Hoover Press. ISBN 978-0-8179-1596-4. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 January 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 7 May 2020.
  16. Peter, Ian (2004). "So, who really did invent the Internet?". The Internet History Project. خوندي شوی له the original on 3 September 2011. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 June 2014.
  17. "Inductee Details - Paul Baran". National Inventors Hall of Fame. خوندي شوی له the original on 6 September 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 September 2017; "Inductee Details - Donald Watts Davies". National Inventors Hall of Fame. خوندي شوی له the original on 6 September 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 September 2017.
  18. Kim, Byung-Keun (2005). Internationalising the Internet the Co-evolution of Influence and Technology. Edward Elgar. pp. 51–55. ISBN 978-1-84542-675-0.
  19. Gromov, Gregory (1995). "Roads and Crossroads of Internet History". خوندي شوی له the original on 27 January 2016.
  20. Hafner, Katie (1998). Where Wizards Stay Up Late: The Origins of the Internet. Simon & Schuster. ISBN 978-0-684-83267-8.
  21. Hauben, Ronda (2001). "From the ARPANET to the Internet". خوندي شوی له اصلي څخه په 21 July 2009. ترلاسه‌کېدو نېټه 28 May 2009.
  22. "Internet Pioneers Discuss the Future of Money, Books, and Paper in 1972". Paleofuture (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 17 October 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 31 August 2020.
  23. "NORSAR and the Internet". NORSAR. خوندي شوی له the original on 21 January 2013.
  24. Kirstein, P.T. (1999). "Early experiences with the Arpanet and Internet in the United Kingdom". IEEE Annals of the History of Computing. 21 (1): 38–44. doi:10.1109/85.759368. ISSN 1934-1547. S2CID 1558618.; Cade Metz (25 December 2012). "How the Queen of England Beat Everyone to the Internet". Wired. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 July 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 June 2014.
  25. Leiner, Barry M. "Brief History of the Internet: The Initial Internetting Concepts". Internet Society. خوندي شوی له the original on 9 April 2016. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 June 2014.
  26. Leiner, Barry M.; Cerf, Vinton G.; Clark, David D.; Kahn, Robert E.; Kleinrock, Leonard; Lynch, Daniel C.; Postel, Jon; Roberts, Larry G.; Wolff, Stephen (2003). "A Brief History of Internet". p. 1011. arXiv:cs/9901011. Bibcode:1999cs........1011L. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 June 2007. ترلاسه‌کېدو نېټه 28 May 2009.
  27. "The internet's fifth man". The Economist. 30 November 2013. ISSN 0013-0613. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 April 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 22 April 2020. In the early 1970s Mr Pouzin created an innovative data network that linked locations in France, Italy and Britain. Its simplicity and efficiency pointed the way to a network that could connect not just dozens of machines, but millions of them. It captured the imagination of Dr Cerf and Dr Kahn, who included aspects of its design in the protocols that now power the internet.
  28. Schatt, Stan (1991). Linking LANs: A Micro Manager's Guide. McGraw-Hill. p. 200. ISBN 0-8306-3755-9.